د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د آمرینو ته د ظرفیت لوړولو سیمینار ترسره شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۶ - ۱۵:۳۱

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند تضمین کیفیت ریاست د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د ۳۵ تنو آمرینو لپاره د مدیریتي او تخصصي وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه یو روزنیز سیمینار جوړ کړ.

د دې روزنیز پروګرام په پیل کې، د یادې ادارې تخنیکي او مسلکي مرستیال مولوي غلام سعید احساس خپله پرانیستونکې وینا وکړه.

نوموړي په خپله وینا کې د مسؤلیت پذیرۍ پر اصل، د کار ژمنتیا او د ښوونیزو معیارونو پر پلي کولو ټینګار وکړ، او له آمرینو یې وغوښتل چې د معیارونو پلي کولو، د تدریس کیفیت ښه کولو او د خپلو اړوندو مرکزونو د ښه مدیریت کولو لپاره هڅه وکړي.

د پروګرام په دوام کې، د ظرفیت لوړولو اړوند بیلابیل موضوعات، لکه د تضمین کیفیت معیارونه او استندردونه د دې ادارې د ترینرانو لخوا د سیمینار په بڼه ګډونوالو ته وړاندې شول.

د دې سیمینار ګډونوالو، دیاد ښوونیز پروګرام د ترسره کیدو څخه خوښي څرګنده کړه، دا ډول ښوونیز سیمینارونه یې د مدیریتي ظرفیت لوړولو او د مرکزونو په کچه د کاري همغږۍ د انسجام لپاره خورا ګټورې او رغنده وبلل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره ژمن ده چې د ظرفیت لوړولو پروګرامونو ته په دوامداره توګه په بیلابیلو مدیریتي او ښوونیزو کچو کې دوام ورکړي ترڅو د متخصص ځواک د روزنې او په هیواد کې د زده کړییز کیفیت لوړولو لپاره اغیزمن ګامونه پورته شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۳۵
Background image

د ولایتونو تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پیل شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د استادانو د مسلکي پراختیا ریاست، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سره په همکارۍ د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو استادانو لپاره د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۳:۴۲
Background image

د فراه ولایت کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ محصلینو ته د حیواني درملو د تطبیق په اړه روزنه ورکړل شوه

د فراه ولایت کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د حیواني درملو د تطبیق کولو د څرنګوالي په اړه په عملی بڼه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۱۸
Background image

د میدان وردګو ولایت سیدآباد کثیرالرشتوي انسټيټوټ زده کوونکو د برښنا په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه

د میدان وردګو ولايت سیداآباد ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ د دولسم ټولګي زده کوونکو د یاد ولایت اړوند سب استیشن ته د علمي سفر په ترڅ کې د بريښنا په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.. . .

BACK TO NEWS