د کندهار کثیرالرشتوي انسټیټوټ د تعمیراتو څانګې محصلینو ته په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۹:۴۰
TVETA

د تخنیکي او حرفوي مهارتونو د لوړتیا په برخه کې، د کندهار ولایت اړوند کثیرالرشتوي انسټیټوټ د تعمیراتو څانګې محصلینو د یو علمي سفر په ترڅ کې د ساختماني چارو په اړه په عملي ډول روزنه ترلاسه کړه.

نوموړو د یادې درسي جلسې په جریان کې، د ودانیو جوړښت او ساختمان، بریښنا او د اوبو رسولو سیسټمونو په ګډون د هغوی د څانګې سره اړوند نورو برخو پورې مرتبط تخنیکي وسایلو او تجهیزاتو سره بلد شول، او د تعمراتو اړوند بيلابیلې عملي مرحلې یې تجربه کړې.

دغه راز یاد علمي سفر په داسې طرحه په لاره اچول شوی و، ترڅو محصلین وتوانېږي چې نظري مفاهیم په عملي ډول پلي کړي او په کاري ساحه کې د اصلي ننګونو لپاره چمتووالی ونیسي.

لارښود استاد له دقیقې څارنې سره، محصلینو ته د ساختمان د جوړښت تحلیل، د ساختماني ستونزو تشخیص، د ترمیم اصول، او د تخنیکي وسایلو د کارولو په شمول په پیلابیلو تعمیراتي مرحلو کې لارښوونه وکړه.

همداراز د دې درس په دوام کې، د محصلینو لخوا عملي تمرینونه لکه د دیوال جوړول، د سطحې ترمیم، د ودانیزو اجزاو نښلول، او د تعمیراتو په برخه کې د معیاري میتودونو سره بلدتیا هم په عملي ډول ترسره شول.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د عملي زده کړو په پیاوړتیا ټینګار کړی او هڅه کوي چې د یادې ادارې په ښوونیزو مرکزونو کې د عملي زده کړو د پلي کولو لپاره لا ډیرې زمینې برابرې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS