د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او «MCC» کمپنۍ ترمنځ دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۴:۵۰

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس د مس عینک استخراج کوونکي کمپنۍ «MCC» له مشر ښاغلي «دینګ» سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.

د غونډې په پیل کې، ښاغلي ډینګ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د لاسته راوړنو او فعالیتونو څخه ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې «MCC» کمپنۍ، چې په لوګر ولایت کې د عینک د مسو کان د استخراج کولو مسؤلیت لري، په دې برخه کې ماهر کاري ځواک ته اړتیا لري.

د «MCC» کمپنۍ استازي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې هغوی د کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرامونو د پلاره اچولو او دغه راز د یو روزنیز تخنیکي مرکز د جوړولو په شمول به بیلابیلو برخو کې د یادې ادارې همکارۍ ته اړتیا لري.

ښاغلي دینګ همداراز په ورځني ژوند کې د تخنیک ارزښت ته په اشارې سره په بیلابیلو څانګو کې د ماهرو او متخصصو کسانو جذبول اړین وبلل او د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې څخه یې وغوښتل چې دغه کسان د کانونو  د استراج کولو په پروسه کې د جذب کیدو په موخه یاد شرکت ته معرفي کړي.

د دې غونډې په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال په هیواد کې په بیلابیلو اقتصادي او تعلیمي برخو کې د چین هیواد له هر اړخیزو همکاریو ستاینه وکړه.

مولوي غلام سعید احساس په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره چمتو ده چې د ماهر کاري ځواک د چمتو کولو په برخه کې د هغوی اړتیاوې پوره کړي.

همداراز په دوام کې، د دواړو بنسټونو له لوري د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار وکړ.

د دې ناستې په پای کې، دواړو خواوو د ګډې کاري کمېټې پر جوړولو ټینګار وکړ، او پریکړه وشوه چې دا کمېټه ژر تر ژره جوړه او په همغږۍ سره یې چارې ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS