د لغمان ولایت مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي لیسې د زده کونکو لخوا د عملي روزنو د زده کړې لړۍ

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۰:۳۴
TVETA

د لغمان ولایت د مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي لېسې د بریښنا څانګې، یوولسم ټولګي زده کونکو د بریښنا په برخه کې د ولتاژ پروټکټور "ولتاژ محافظ" په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه.

لارښود استاد په دې درسي جلسه کې نوموړو ته د ولتاژ پروټکټور "ولتاژ محافظ" ، د هغې د دندو او ارزښت په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل.

دغه راز استاد زده کونکو ته څرګنده کړه چې:ولتاژ پروټکټور "ولتاژ محافظ" هغه وسیله ده چې په یوه سرکټ کې د ولتاژ او جریان کنټرول او ساتنه کوي، ترڅو د ولتاژ غیر منظم زیاتوالي یا کمښت له امله د رامینځته شوي خطرونو مخه ونیسي.

په دوام کې استاد د موضوع په اړه د زده کونکو پوښتنو او سوالونو ته ځوابونه هم وړاندې کړل.

عملي زده کړې له محصلینو سره مرسته کوي ترڅو نوموړي له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار کې جذب شي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبری تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ لا پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS