د تخنيکي زده کړو مرکزونو د محصلينو فراغت غونډه جوړه شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۵:۲۰
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه د ۱۲۵۰ تنو محصلینو د فراغت په مناسبت فراغتغونډه جوړه شوه.

په دې مراسمو کې د مقاماتو تر څنګ یو شمېر مېلمنو او د فارغانو والدینو هم برخه اخیستې وه.

د غونډې په پیل کې د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل د ځوانانو او د هېواد په پرمختګ کې د نوموړو د رول په اړه خبرې وکړې.

مفتي فاضل په خپلو خبرو کې وویل چې ځوانان د ټولنې اساسي ستن بلل کېږي او باید د هیواد د پرمختګ لپاره ځوانان لا زیاتې هلې ځلې وکړي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه چې له تحصیلي او تعلیمي دورې څخه د محصلینو فراغت د نوموړو لپاره یو نوی فرصت دی چې د علم او پوهې زده کړې او پرمختګ ته زیاته پاملرنه وکړي.

په دوام کې یو تن فارغ شوي محصل هم وینا وکړه. نوموړي د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له استادانو څخه د مننې او قدر داني ترڅنګ له مسوولينو څخه وغوښتل چې د هېواد د ځوانانو په برخه کې پانګونې ته زياته پاملرنه وکړي.

د یادې غونډې په دوام کې پر یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو هم د ویناوالو له خوا خبرې وشوې او غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۴۱
Background image

د پکتیا کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د محصلینو له لوري د خیدک پروسس او تولید

د پکتیا ولایت اړوند کرنې او وترنرۍ مسلکي انسټيټوټ د کرنې څانګې زده کونکو ته د یوې درسي او علمي جلسې په ترڅ کې د خیدک تولید او پروسس د څرنګوالي په اړه روزنه ورکړل شوه. دغه راز لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۱۳
Background image

د فراه ولایت اناردرې کرنې مسلکي لیسې زده کوونکو ته قرطاسیه توزيع شوه

د الحاج ابراهیم جان حبیب یار خیریه بنسټ له لوري د فراه ولایت د اناردرې کرنې مسلکي لیسې زده کوونکو ته د قرطاسیې توکي ووېشل شول. په دغو توکو کې کتابچې، بکسې، قلمونه او نور قرطاسیه باب. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۷
Background image

د عملي زده کړو په اړونده ورکشاپ کې د خوست تخنیکي انسټیټوټ د محصلینو عملي زده کړې

د خوست ولایت اړوند تخنیکي انسټيټوټ د صنعتي برښنا څانګې محصلينو د یاد ښوونیز مرکز د عملي کارونو په ورکشاپ کې د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د برښنايي پینل بورد په اړه روزنه ترلاسه کړه. په. . .

BACK TO NEWS