د غزنی ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار جوړ شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۵:۲۷
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس د یادې ادارې څخه د یو پلاوي په مشرۍ غزنی ولايت ته د خپل سفر په دوام کې د یاد ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له مسوولينو سره وکتل.

په دې کتنه کې محترم مولوي احساس د غزنی ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مسؤلینو څخه وغوښتل چې د خپل مسؤلیتونه په سمه توګه سرته ورسوي، نوموړي د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د کاري چارو د ښه والي په موخه هغوی ته لازمې هدایت هم ورکړل.

په دې غونډه کې د غزنی د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د کارکوونکو لپاره د کاري او تدریسي چارو د ښه والي په موخه سمینار هم وړاندې شو.

په دې سیمینار کې «د محصلینو او متعلمینو چارو، د تعلیمي نصاب تطبیق، د تعلیمي څارنې او ارزونې، مالي او دفتر دارۍ چارو، د کارکونکو چارو (بشري منابعو)، پلان، دعوت او ارشاد، او د څیړنې او نوښت» په څیر موضوعات د کارکوونکو لپاره تشریح شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS