د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو له آمرینو سره آنلاین غونډه ترسره کړه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۴:۳۸
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د احصایې او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو له آمرینو سره د یوې مجازي ناستې په ترڅ کې غونډه ترسره کړه.

په دې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د انلاین معلوماتي سیستم د تطبیق پر څرنګوالي خبرې وشوې.

په یادې غونډه کې معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت مسوولينو د دغه سيسټم بېلابېلې برخې د ولايتونو له تخنيکي آمرینو سره معرفي او شريکې کړې او په دې برخه کې يې خپل نظرونه هم وړاندې کړل.

د یادولو وړ ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د انلاین سیستم په تطبیق سره به د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د احصایوي ستونزې تر ډیره حده کمې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS