د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې او رڼا پوهنتون ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۸:۴۵
TVETA

د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر ښاغلي استاد رفیع الله حبیبي د رڼا پوهنتون د محصلینو چارو له معاونیت سره د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ.

د دغه تفاهم لیک پر بنسټ به د دواړو بنسټونو د کارکوونکو او محصلینو لپاره د ظرفیت لوړونې ګډ پروګرامونه په لاره واچول شي.

دغه راز د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د فارغانو لپاره په ځانګړي تخفيف سره د زده کړو زمينه برابرول هم د دغه تفاهم ليک له موادو څخه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له دې وړاندې د اشنا او استقلال د لوړو زده کړو له موسسو سره هم د ګډو همکاریو تفاهم لیکونه لاسلیک کړي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS