د هرات د ادارې او حسابدارۍ انسټيټوټ د فوټسال تورنمنټ سیالۍ پای ته ورسېدې

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۱:۱
TVETA

د فوټسال تورنمنټ سيالۍ چې د هرات ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټيټوټ د محصلينو ترمنځ په لاره اچول شوې وې، پای ته ورسېدې.

د دغه ټورنمنټ د پای لوبۍ او اختتامیه مراسم د یو شمېر دولتي او خصوصي بنسټونو د مسوولینو په حضور سره ترسره شول.

په دې مراسمو کې ويناوالو د ادارې او حسابدارۍ انسټيټوټ د ځوانانو او محصلينو د ستاينې ترڅنګ یې د ځوانانو پر ملاتړ ټينګار وکړ.

د یادو مراسمو په پای کې د ګلستان شرکت لخوا محصلینو او تکړه لوبغاړو ته جایزې او ډالۍ هم ورکړل شوې.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو مسوولين تل هڅه کوي، چې د زده کوونکو لپاره د مناسب چاپيريال په رامنځته کولو سره د ځوانانو د پرمختګ لپاره زمينه مساعده کړي.

د دغه پروګرام په یوه بله برخه کې د هرات د ادارې او حسابدارۍ انسټيټوټ د فوټسال ټیم محصلینو او لوبغاړو د یوه تمثیلي پروګرام په ترسره کولو سره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د وروستیو لاسته راوړنو څخه ستاینه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS