د ملکي هوایي چلند انستیتیوت د فارغانو د ګمارنې په غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د سرپرست ګډون او وینا

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۱۳:۳۱
tveta

د ملکي هوایي چلند د انستیتیوټ د۱۴۰۲ لمریز کال د فارغانو د جذب او استخدام غونډه د یو شمېر حکومتي چارواکو په ګډون ترسره شوه.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په یادې غونډه کې خبرې وکړې او ویې ویل: چې ژمن او کارپوه ځوانان د هېواد په پرمختګ کې رغنده رول لوبوي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې سرپرست دا هم وویل چې حکومت دې ته ژمن دی تر څو د ځوانانو حمایت وکړي .

په ورته وخت کې الحاج مولوي شهامت زیاته کړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره هم د دغې ادارې د تعلیمي مرکزونو څخه  ۱۰۰۰ تنه مخکښ زده کوونکي به په کارونو وګمارل شي.

نورو وینا والو هم  په هیواد کې د علم پر اهمیت خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې ځوانان باید په هېوادنۍ روحیه او اسلامي عقیده وروزل شي.

ددې مراسمو په پای کې محترم مولوي شهامت او نورو مسوولینو چې په دې پروګرام کې یې برخه اخیستې وه، د ملکي هوایي چلند انستیتیوت فارغانو ته «تقرر لیکونه» ورکړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS