د نصاب او ښوونکي روزنې ریاست رئیس د تدریس د ورکشاپ له جریان څخه لیدنه وکړه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د نصاب او ښوونکي روزنې رئیس، انجینر احمد نبي نائل او ورسره مل پلاوي د «تدریس کیفیت» د ورکشاپ له جریان څخه لیدنه وکړه.
په دغه ورکشاپ کې نوو ګمارل شوو استاذانو، همدارنګه د روښان زړو استاذانو له ۱۴ ولایتونو څخه ګډون کړی دی.
دنصاب او ښوونکي روزنې رئیس په دغه لیدنه کې ګډون کوونکو ته وویل چې « ددغه شپږ ورځني پروګرام په پای کې د هغوی ټولو وړاندیزونو ته هم رسیدګي کیږي».
نوموړي په دغه پروګرام کې له ګډون کوونکو استاذانو وغوښتل چې خپل زده کړي شیان په ولایتونو کې له نورو استاذانو سره شریک کړي.