د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پنځه کلن پلان منظور شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۶ - ۱۲:۳۴
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت د دغې ادارې ستراتیژیک پلان منظور کړ.

دغه پلان چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې راتلونکې پنځه کلنه کاري ستراتيژي يې په ګوته کړې ده؛ له بېلابېلو ناستو او مشورو وروسته د دغې ادارې د مشرتابه له خوا منظور شو.

په ورته وخت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ ریاست له ټولو هغو ادارو او نهادونو مننه وکړه چې د دغې ادارې د ستراتیژیک پلان د موادو په بډایه کولو کې یې همکاري کړې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS