په تودو سیمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې آزموینې پیل شوې

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳ - ۹:۲۶
tveta

په تودو ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې د ۱۴۰۲هجرې لمریز کال د لومړي سمسټر آزموینې پیل شوې.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره د تودو سيمو ښوونیزو مرکزونه د ننګرهار، نيمروز، فراه، بغلان، کندهار، هلمند او هرات په ګډون په اتو ولايتونو کې قرار لري.

په ورته وخت کې د ننګرهار ولايت تخنيکي آمر انجنير فضل الباري نصرت د دغه سمستر آزموينې له بهير څخه ليدنه وکړه . نوموړي د آزموینو له بهیر څخه د لیدنې پر مهال ټینګار وکړ، چې آزموینې باید د لایحې له مخې او په پوره روڼتیا سره ترسره شي.

په نورو تودو ولایتونو او سیمو کې د ۱۴۰۲ هجرې لمریز کال کې د لومړي سمسټر آزموینه پرون د مرغومي میاشتې په دویمه پیل شوې او ټاکل شوې چې د مرغومې میاشتې تر ۱۵مې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS