د پلان او ستراتیژی رئیس او د اسلامي آزاد پوهنتون رئیس ترمنځ خبرې اترې

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۰ - ۱۱:۲۶
Plan

مولوي نېک محمد نېکمل، د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې د پلان او ستراتیژیکو همغږیو رئیس د «دانشگاه آزاد اسلامی واحد افغانستان» له رئیس ډاکټر بهروز جهان تیغ سره کتنه او خبرې اترې وکړې.

په دغه ناسته کې دواړو لورو، د ګډو مرستو په هکله خبرې وکړې.

ښاغلي نېکمل په یایده غونډه کې، د فرهنګ شریکوالي ته په اشارې سره وویل چې ایران د افغانستان لپاره همېشه دوست او ښه ګاونډی و.

همدارنګه د پلان او ستراتیژیکو اړیکو رئیس زیاته کړه چې افغانستان سختې مرحلې تېرې کړې دي، او دغه هېواد لا زیات کار کولو ته اړتیا لري.

په ادامه کې، ډاکټر بهروز جهان تیِغ د «دانشگاه آزاد اسلامی واحد افغانستان» رئیس خبرې وکړې او د تخنیکی او مسلکي زده کړو له ادارې سره د علمي او تجارتي مرستو په هکله یې اطمینان ورکړ.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او «دانشگاه آزاد اسلامی واحد افغانستان» ترمنځ په ننی ناسته کې پرېکړه وشوه ترڅو یو ګډ کاري ګروپ د تفاهمنامې په امضا کولو سره د دواړو نهادونو ترمنځ د همکاری زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS