د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د AELSO مؤسسې له مسوولينو سره وکتل

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۹ - ۱۲:۳۰
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د AELSO موسسې له مشر حنیف فرزان سره وکتل.

په پیل کې ښاغلي فرزان مولوي غلام حیدر شهامت ته د AELSO موسسې د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې دغه مؤسسه د ظرفیت لوړونې، کارپنځونې او علمي څیړنو په برخو کې فعالیت کوي.

د AELSO مؤسسې رئیس هم د ځوانانو د کارپنځونې په برخه کې له دغه مؤسسې سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په دوام کې مولوي غلام حيدر شهامت د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د موخو او فعاليتونو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، چې دغه اداره  په هېواد کې د مسلکي بشري ماهر ځواک د روزلو لپاره کار کوي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست دغه راز زياته کړه، دغه اداره هڅه کوي، چې د مسلکي ماهرو کسانو د روزلو له لارې په هېواد کې د بېکارۍ ستونزه راکمه کړي.

په دغه کتنه کې دواړو لورو هوکړه وکړه چې د دوه اړخيزو همکاريو لپاره د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS