د لغمان تخنیکي لېسې زدهکوونکو ته عملي زدهکړه ورکړل شوه
د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زدهکوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیمغڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په اړه عملي زدهکړه ترلاسه کړه.
دا درسي پروګرام د اړوندې څانګې استاد له لوري د لغمان ولایت برېښنا ریاست په برج کې زدهکوونکو ته وړاندې شو.
د دې پروګرام ګډونوال وایي چې عملي زدهکړې د دوی ښه زدهکړې لپاره ډېرې ګټورې دي او باید په دې برخه کې لا زیات پام وشي.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په مرکزونو کې د زدهکړو ډېره برخه عملي ده، له همدې امله د دغو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبېږي.
