هلمند کې د اسلامي امارت ۵۵ تنه مجاهدین له یوې ښوونيزې دورې څخه فارغ شول

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۵ - ۹:۳۹
فراغت هلمند

د هلمند په ملکي او نظامي ادارو کې ۵۵ نوي ګمارل شوي مجاهدین له دری میاشتني روزنیز کورس څخه فارغ شول.

دغه روزنیز کورس د هلمند د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ له خوا په لاره اچول شوی وو.

په دغه روزنیزه برنامه کې د دریو میاشتو په موده کې هغو د ا.ا.ا مجاهدینو ته اداري او کمپیوټري مهارتونه ور زده کړل شول چې په دولتي ادارو کې د کارکوونکو په صفت ګمارل شوي دي.

د هلمند ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ له دې وړاندې هم د مجاهدینو لپاره ښوونیز پروګرامونه جوړ کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۲
Background image

د ساختمان د سیخ بندۍ په اړه د بلخ ولایت نفتو او ګازو انسټيټوټ د محصلينو د عملي زده کړو بهیر

د بلخ ولایت د نفتو او ګازو انسټيټوټ د ساختماني څانګې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونیزو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د ساختمان د سیخ بندۍ په اړه په عملي بڼه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۸
Background image

د سرپل ولایت د نفتو او ګازو انسټیټوټ محصلینو ته د نفتي فعالیتونو په اړه روزنه ورکړل شوه

د سرپل ولایت نفتو او ګازو انسټیټوټ د تکنیشن څانګې محصلینو په یاد ولایت کې د انګوت نفتي سیمي ته د یو علمي سفر په ترڅ کې د نفتي فعالیتونو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه. په ورته وخت کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۶:۵۷
Background image

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس: د مجاهدينو روزنیزې طرحې پلي کیدل يوه ستره لاسته راوړنه ده چې د ا.ا.ا رهبرۍ لوړ مقام له خوا يې تود هرکلی هم شوی.

په تخار ولايت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له ادارې او مديريت پروګرام څخه د نږدې ٨٥٠ تنه مجاهدينو فراغت‌غونډه ترسره شوه. په دې مراسمو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس. . .

BACK TO NEWS