د نیمروز تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د دغه ولایت پوهنې ریاست سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۶ - ۸:۵۳
 آمریت تعلیمات تخنیکی و مسلکی نیمروز

د نیمروز ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او د یاد ولایت پوهنې ریاست د مسوولینو ترمنځ د دغه دوه نهادونو د همغږۍ په موخه غونډه ترسره شوه.

 په دغه کتنه کې د نيمروز ولايت پوهنې رئيس مولوي ګل احمد حقاني د یاد ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر د لاسته راوړنو د ستاينې ترڅنګ د پوهنې له رياست سره د همکارۍ او همغږۍ پر دوام ټينګار وکړ.

په ياده غونډه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي نظيف الله عثماني د تخنيکي او مسلکي زده کړو د برنامو پر اهميت خبرې وکړې. هغه وويل: "موږ ټولنې ته مسلکي ځوانان وړاندې کوو، ځکه چې د دغه آمریت د کرنې او برښنا څانګو فارغان په عملي ډول په يادو برخو کې خپلې دندې ترسره کوي."

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS