په سمه توګه د عملي روزنو زده کړه د کار په بازار کې د دندې ترلاسه کولو مستقیمه لاره!

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۱۰:۵۳
TVETA

په کاري ساحه کې د عملي روزنې زده کړه له زده کونکو سره مرسته کوي ترڅو نوموړي وتوانېږي په مستقیم ډول د کار په بازار کې جذب شي.

په همدې اساس، د میدان وردګو ولایت اړوند چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ساختماني څانګې زده کونکي د دې ولسوالۍ مرکز ته د علمي سفر په موخه لاړل.

نوموړو په دې علمي سفر کې، د ساختمان د تهداب خط ایستلو، د ساختمان د نقشو رسمولو او نقشه کشي په ګډون د مختلفو ساختماني موضوعاتو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه.

لارښود استاد د زده کونکو د لا ښې زده کړې لپاره، هغوی ته د ودانیو نقشه کشۍ او د تهداب د خط رسمولو په اړه مفصل توضیحات ورکړل، او د زده کوونکو پوښتنو ته یې هم ځوابونه ورکړل.

د زده کونکو په زده کړه کې د عملي زده کړو اهمیت ته په پام سره، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د دې زده کړو لړۍ نوره هم پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS