په بلخ کې د ظرفیت لوړونې له روزنیزې دورې څخه ۵۵ نوي ګمارل شوي کارکوونکي فارغ شول

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۱:۳۵
بلخ

په بلخ کې د دولتي ادارو ۵۵ نوي ګمارل شوي کارکوونکي له دوه میاشتنۍ روزنیزې دورې څخه چې د یاد ولایت د ادارې او حسابدارۍ د انسټیټوټ له خوا په لاره اچول شوی وه، فارغ شول.

په هغو مراسمو کې چې د سیمه ییزو چارواکو په ګډون جوړه شوې وه، دوی د فراغت تصدیق پاڼې ترلاسه کړي.

دا د بلخ د ادارې او حسابدارۍله انسټیټوټ څخه د اسلامي امارت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو او مجاهدینو د فراغت دریمه دوره ده.

په دغه روزنیزه دوره کې اداري او کمپیوټري مهارتونه تدریس شوي دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره سږ کال د اسلامي امارت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو او مجاهدینو د ظرفیت لوړولو په موخه په ۸ ولایتونو کې څه باندې دوه زره کسانو ته لنډ مهاله روزنیز کورسونه جوړ کړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS