په بلخ ولایت کې ۱۲۰۰ مجاهدینو ته د ادارې او مدیریت په برخه کې د زده کړو زمینه برابره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۴:۱۷
TVETA

د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د ۱۲۰۰ تنو مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام پیل شو.

د دغه پروګرام د افتتاحې په مراسمو کې د بلخ ولایت یو شمېر سیمه ییزو چارواکو برخه اخیستې وه او وینا یې وکړې.

د دې مراسمو په پیل کې د بلخ ولایت تخنيکي آمرښاغلي نورالله صلاح الدین امیني د دغه ولایت په تخنیکي روزنیزو مرکزونو کې د مجاهدینو د روزنې څرنګوالی تشریح کړ.

هغه وویل، د مجاهدینو د روزنیزې طرحې له مخې چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له خوا چمتو شوې، مجاهدین کولای شي د تعلیمي سویې له تثبیت وروسته د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې شامل شي.

په ورته وخت کې د بلخ ولایت مقام مرستیال حاجي مولوي نورالهادي ابوادریس د معاصرو، دیني او حرفوي علومو په ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې مجاهدین باید له رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې د علم د حاصلولو په برخه کې کار وکړي.

د دې مراسمو په دوام کې د بلخ ولایت د علماوو شورا رئیس او د بلخ ولایت د پوهنې رئیس شیخ عبدالجلیل شهید خیل د عصري علومو په ارزښت او د مجاهدینو د مسلکي کولو په اړه خبرې وکړې.

دوی وویل چې د یوې ټولنې پرمختګ د علم په پرمختګ پورې اړه لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS