په بدخشان ولایت کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت د روزنې بهیر دوام لري

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۹:۱۲
TVETA

د بدخشان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت چارواکي یاد ولایت د بهارک ولسوالۍ په کثیرالرشتوي انسټيټيوټ کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت د روزنیز پروګرام د پیل خبر ورکوي.

د دغه پروګرام د افتتاحیې په مراسمو کې سیمه ییزو چارواکو او مشرانو هم حضور درلود.

په دې غونډه کې ويناوالو د مجاهدينو لپاره د زده کړو د زمينې په برابرولو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې هلې ځلې وستايلې او زياته يې کړه چې له دې فرصت څخه بايد ډېره استفاده وشي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې هم بدخشان ولایت د مجاهدینو لپاره د بیلابیلو ښوونیزو پروګرامونو د ترسره کیدو شاهد دی.

د هغې طرحې پر بنسټ چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا چمتو شوې او د ریاست الوزرا د مقام لخوا منظور شوې ده؛ د هیواد په هر ګوټ کې مجاهدین کولای شي د تعلیمي سویې له تثبیت وروسته د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې شامل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS