میدان وردګو ولایت اړوند د چک کثیرالرشتوي انسټيټوټ فراغت غونډه جوړه شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۲:۷

د میدان وردګو ولایت اړوند چک کثیرالرشتوي انسټيټوټ، د یاد ښوونیز مرکز د تعمیراتو او برښنا څانګو څخه د یو شمیر محصلینو د فراغت په مناسبت، مراسم ترسره کړل.

په دې مراسمو کې یو شمېر سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو، متنفذینو او د محصلینو والدینو ګډون درلود.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د اطلاعاتو او ارباطاتو آمر په دې مراسمو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د موخو او لاسته راړنو په اړه خبرې وکړې.

نورو ويناوالو هم د هېواد په پرمختګ کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو پر اهميت او ارزښت بحث وکړ او له ځوانانو يې وغوښتل چې د هېواد په پرمختګ کې خپل مسووليت ادا کړي.

یاده غونډه فارغ شویو محصلینو ته د ستاینلیکونو په ورکولو او د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS