مولوی غلام حیدر شهامت د هرات ولایت له کرخ کثیرالرشتوي انسټيټوټ څخه لیدنه وکړه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۵:۳۰
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت د یادې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له کرخ کثیرالرشتوي انسټيتوټ څخه لیدنه وکړه.

په دې کتنه کې نوموړي د کرخ کثیرالرشتوي انسټيټوټ د مسلکي زده کړو له بهیر څخه څارنه وکړه او د تدریسي چارو د لا ښه والي په موخه یې کارکوونکو ته لازمې هدایات وړاندې کړل.

د يادونې وړ ده، چې نوموړي تر دې وړاندې د زنده جان ولسوالۍ د کرنې مسلکي لېسې له وضعیت څخه هم څارنه کړې او له زده کوونکو سره يې په مستقيم ډول کتلې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS