مولوي غلام سعید احساس د اروزګان تخنیکي زده کړو مرکزونو له آمرینو سره وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۶ - ۹:۵۲
tveta

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس ارزګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د تخنیکي مرکزونو له آمرینو سره ناسته ترسره کړه.

په دغې ناسته کې د ارزګان د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو پر ستونزو او اړتیاوو خبرې وشوې.

ښاغلي مولوي احساس د ارزګان ولایت د تخنیکي زده کړو مرکزونو له مسؤلینو سره په کتنه کې له هغوی څخه وغوښتل چې د هېواد د پرمختګ لپاره په پوره اخلاص او صداقت کار وکړي.

له بلې خوا په دغې غونډه کې د زیاتو محصلینو د جذبولو پر څرنګوالي، د نصاب د تطبیق، عملي کار او د زده کړو د کیفیت د ښه والي په اړه خبرې وشوې. ګډونوالو خپل نظرونه شریک کړل او د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال دوی ته ځیني لارښوونې هم وکړې.

په ورته وخت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداري پلاوي د اروزګان ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو کارکوونکو ته د اداري او تدريسي چارو د لا ښه والي په موخه پرزينټيشن هم وړاندې کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۶:۵۷
Background image

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس: د مجاهدينو روزنیزې طرحې پلي کیدل يوه ستره لاسته راوړنه ده چې د ا.ا.ا رهبرۍ لوړ مقام له خوا يې تود هرکلی هم شوی.

په تخار ولايت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له ادارې او مديريت پروګرام څخه د نږدې ٨٥٠ تنه مجاهدينو فراغت‌غونډه ترسره شوه. په دې مراسمو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د میدان وردګو ولایت تنګي نور درې کثیرالرشتوي انسټیټوټ د محصلینو لخوا د بریښنا میټرونو نصب او ترمیم

د میدان وردګو ولایت تنګي نور درې کثیرالرشتوي انسټیټوټ د بریښنا څانګې محصلینو د خپلو پرکتیکو زده کړو په ترڅ کې د بریښنایی میټرونو د نصبولو او ترمیم په اړه عملي زده کړې ترلاسه کړې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د لغمان ولایت اړوند مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې د عملي زده‌کړو بهیر

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په خپل ښوونیزو مرکزونو کې د عملي زده کړو په وړاندې کولو سره هوډ لري ترڅو له دې لارې د ځوانانو د پیاوړتیا او د کار بازار ته د هغوی د چمتووالي زمینه برابره. . .

BACK TO NEWS