مولوي غلام حيدر شهامت د بلخ ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو اکاډمۍ وضعيت بررسي کړ

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۹ - ۱۳:۵
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د وضعیت د ارزونې په دوام کې د بلخ د تخنیکي او مسلکي زده کړو له اکاډمۍ څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو اکاډمۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ښوونیز مرکز له لیلیې څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي شهامت همدارنګه د محصلینو لاسته راوړنې او نوښتونه وستایل او د نوښتګرو زده کوونکو او محصلینو څخه د هر ډول  همکاري  ژمنه وکړه.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د تخنيکي او مسلکي زده کړو د اکاډمۍ محصلين وهڅول چې د دغې ادارې په نندارتون کې چې په راتلونکو ورځو کې جوړيږي، ګډون وکړي.

ښاغلی شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلاوي په مشرۍ دا مهال د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو  وضعیت بررسي کوي.

نوموړي پلاوي تر دې وړاندې په بغلان، کندز، تخار او سمنګان ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه څېړلي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS