مفتي صاحب فضل الرحمن فاضل د پروان د والي له مرستیال سره ولیدل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۱۰:۲۱
tveta

ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د اداري او مالي چارو مرستیال پروان ولایت ته په خپل سفر کې د پروان د والي له مرستیال مفتي احمد ادریس انوري سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

د دغه ناستې اصلي موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ستونزو او مشکلاتو حل کول بلل شوي دي.

په همدې حال کې، د مالي او اداري چارو مرستیال د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په هکله توضیحات ورکړل او د مجاهدینو روزنې د طرحې یادونه یې وکړه.

همدارنګه نوموړي د پروان ولایت له مقام څخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ستونزو هوارولو په ځانګړې توګه د املاکو د ستونزو حل کولو غوښتنه وکړه.

له بل پلوه د پروان د والي مرستیال په یاد ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لاسته راوړنو هرکلی وکړ، او له دغه ادارې سره یې د لازیاتو همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS