د کونړ ولایت، نورګل ولسوالۍ د کثیرالرشتوي لیسې د ودانۍ ترمیم او بیا رغونه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۵:۳۱
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ختیځ زون ریاست مسؤلین وایي، چې د کونړ ولایت، نورګل ولسوالۍ د کثیرالرشتوي لیسې د ودانۍ ترمیم او بیا رغونې چارې پیل شوې دي.

د دوی په وینا، د دغه تعلیمي مرکز د ترمیم لګښت شاوخوا ۳۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د یوه خیریه بنسټ له‌خوا تمویلېږي.

د یادونې وړ ده، چې د نورګل ولسوالۍ، کثیرالرشتوي لیسې د ترمیم او بیا رغونې پروګرام کې د کړکیو او دروازو جوړول او د دې تعلیمي مرکز د ودانۍ رنګمالی شامل دي.

د کونړ ولایت، نورګل ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه، چې په دوو پوړونو جوړه شوې وه، د دغه ولایت د وروستي شدیدې زلزلې له امله زیانمنه شوې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS