د کندهار کثیرالرشتوي انسټیټوټ د محصلینو له لوري د عملي روزنو د زده کړې بهیر

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۰:۱۰
TVETA

علمي سفرونه هغو مشاهداتو او معلوماتو ته ویل کېږي چې د درسي موضوع سره تړاو لري او محصلین یې د نظری زده کړو څخه وروسته په عملي توګه له ټولګي څخه بهر ترلاسه کوي یاد سفرونه په ټولګي کې د پوښل شوي موضوعاتو ښه زده کړې ته لار هواروي.

له همدې امله، د کندهار ولایتي کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ادارې او مدیریت څانګې محصلینو د یاد ولایت سبا پوهنتون ته د یو علمي سفر په ترڅ کې د مدیریت په برخه کې عملي روزنه ترلاسه کړه.

نوموړو په دې درسي جلسه کې د وخت مدیریت، د اداري پروژو مدیریت، او اداري سیسټمونو په اړه په عملي او تفصیلي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

دغه راز د د دې درسي جلسې په دوام کې محصلینو خپلې پوښتنې او سوالونه هم شریک کړل، چې د هغوی پوښتنو ته د لارښود استاد او د کندهار سبا پوهنتون د مدرسینو لخوا په مفصله توګه ځوابونه ورکړل شول.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې عملي زده کړې د دې مرکزونو فارغانو ته د کار زمینه برابروي. له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

BACK TO NEWS