د کندهار ولایت په محبس کې د لنډمهاله حرفوي روزنیز پروګرام لړۍ دوام لري

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۹:۵۹

د مبایل ترمیم لنډمهاله حرفوي روزنیز پروګرام، چې څه موده وړاندې د کندهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د دې ولایت په محبس کې پیل شوی و، دوام لري.

دا روزنیز پروګرام د کندهار د تخنیکي زده کړو آمریت لخوا د کار هڅونې، په ټولنه کې د بې کارۍ کمولو او په ټولنه کې د محبوسینو د بیا ادغام په موخه پیل شوی.

ګډونوالو، د دې پروګرام د ترسره کولو څخه قدرداني وکړه، او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مسؤلینو یې وغوښتل چې د نوموړو لپاره د دغه شان روزنیزو پروګرامونو په لاره اچولو ته دوام ورکړي.

له بلې خوا، د کندهار د محبس مسؤلینو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې دغه اقدام د ټولنې مختلفو اقشارو لپاره د روزنیز فرصتونو په برابرولو کې یوه لویه لاسته راوړنه وبلله او د دې اقدام ستاینه یې وکړه.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري ژمن دي چې د ټولنې بېلابېلو قشرونو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه برابره کړي ترڅو وګړي وکولی شي د ټولنې اقتصادي پرمختګ او په هیواد کې د فقر کمولو په برخه کې مستقیمه ونډه واخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS