د کندهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د محصلینو فراغت غونډه ترسره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۴۰
TVETA

د کندهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د شاوخوا ۴۰۰ تنو محصلینو د فراغت غونډه جوړه شوه.

په دې مراسمو کې د کندهار پوهنتون رئيس، د مخابراتو رئيس، د اداري اصلاحاتو رئيس او يو شمېر نورو سيمه ييزو مسولینو هم ګډون درلود.

د دې پروګرام په پيل کې د کندهار ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي کريم الله حميم خبرې وکړې او ويې ويل، اوس د دې وخت رارسېدلی چې فارغان د افغانستان د ودې او پرمختګ په برخه کې کار وکړي.

د مراسمو په دوام کې د کندهار ولايت د پوهنې رئيس مولوي فخرالدين هم وینا وکړه نوموړي د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له فارغانو څخه غوښتنه وکړه، تر څو په تخنيکي او مسلکي برخو کې لا زياتې زده کړې وکړي.

په دې غونډه کې نورو ويناوالو هم خبرې وکړې نوموړو د وینا پرمهال زیاته کړه چې تخنيکي او مسلکي زده کړې د هېواد د ودې او پر ځان بسياينې په برخه کې خورا مهمې دي. او له همدا نن ورځې څخه باید له یادو زده کړو څخه ډیر ملاتړ وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS