د کاپیسا ولایت کوهبند مسلکي انسټيټوټ زده کوونکو د خاورې په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۴:۱۸

د کاپیسا ولایت کوهبند مسلکي انسټيټوټ د لسم ټولګي زده کوونکو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده کړو په قالب کې د خاورې او د خاورې د « پي اچ » تعین کولو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې نوموړو ته د خاورې او د پی اچ سنج ماشین په واسطه د خاورې د « پي اچ » تعین کولو په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل.

عملي زده کړې د محصلینو سره مرسته کوي څو د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS