د کاپیسا ولایت مرکز اړوند کثیرالرشتوي انسټیټوټ د محصلینو د عملي زده کړو بهیر
د کاپیسا ولایت مرکز اړوند کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کرنې څانګې محصلینو د عملي زده کړو په ترڅ کې د "بادرنګو اصلاح شويو تخمونو" په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.
لارښود استاد د درس په ترڅ کې، محصلینو ته د "د بادرنګو د کښت، روزلو او د اصلاح شویو تخمونو" په اړه په مفصله توګه توضیحات ورکړل.
دغه راز په دوام کې په یاده برخه کې د محصلینو پوښتنو او سوالونو ته هراړخیز ځوابونه هم ورکړل شول.
د عملي روزنو زده کړه له محصلینو سره مرسته کوي ترڅو نوموړي له فراغت وروسته د کار په بازار کې جذب شي.
له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ نوره هم پیاوړې کړي.
