د کاپیسا ولایت اړوند «حصه اول کوهستان» کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ محصلینو په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۸:۳۱
TVETA

د کاپیسا ولایت اړوند «حصه اول کوهستان» کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو ته د یاد ښوونیز مرکز په لابراتوار کې د حیواني ناروغیو د پیژندلو لپاره د څارویو د هډوکو د معایناتو په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه.

نوموړو په دې درسي جلسه کې، د معایناتو او په څارویو کې د ساري مرضونو په اړه د عملي کارونو په ترسره کولو سره عملي پوهه ترلاسه کړه.

دغه راز لارښود استاد د درس په ترڅ کې، هغوی ته د څارویو له مړینې وروسته ساري ناروغیو په اړه مفصل توضیحات ورکړل او د نوموړو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.

عملي زده کړې له محصلینو سره مرسته کوي چې هغوی له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار کې جذب شي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه په دوامداره توګه هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ نوره هم پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS