د کاپيسا ولایت د تخنیکی و او مسلکی زده کړو آمریت د استادانو او اداري کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار ترسره شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۳۳

د کاپیسا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د استادانو او اداري کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار ترسره کړ.

په دې پروګرام کې د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو یو شمیر استادانو او اداري کارمندانو ګډون درلود، چې نوموړو ته د راپور د پلان ترتیب کولو څرنګوالي او د نمره دهۍ په اړه روزنه ورکړل شوه.

د کاپیسا د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت د مسوولينو په وينا، د دغه ښوونيز سيمينار له ترسره کولو څخه يې موخه د یاد ولایت په تخنیکي مرکزونو کې د استادانو د ظرفيتونو لوړول دي.

دا په داسې حال کې ده چې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري، د کار بازار اړتیاوو او نوي تعلیمي معیارونو ته په ټینګار سره، هڅه کوي چې د دې پروګرامونو له لارې د زده کړې کیفیت ښه کولو او د کار بازار لپاره د زده کونکو د ښه چمتو کولو لپاره زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS