د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا فراغت غونډه جوړه شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۱۰:۱۷

د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د استالف، میربچه کوټ، شکردرې او کلکان ولسوالیو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو څخه د زده کوونکو د فراغت په پار شانداره غونډه جوړه کړه.

یاد پروګرام په ميربچه کوټ ولسوالۍ کې جوړ شو، چې په کې سيمه ييزو مسوولينو، علماوو او د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې يو شمېر مسوولينو هم برخه اخيستې وه.

په دې خپرونه کې مشرانو او مسوولینو د خبرو پر مهال وویل چې تخنیکي او مسلکي زده کړې د هېواد په پرمختګ، ترقي او پر ځان بسیاینې کې مهم رول لري. نوموړو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پروګرامونو په ملاتړ هم ټینګار وکړ.

له بلې خوا په دې مراسمو کې ويناوالو له فارغ شويو ځوانانو وغوښتل چې له خپلو مهارتونو او پوهې څخه په استفادې د افغانستان د پرمختګ او بیارغونې په برخه کې لا زيات زیار او کوښښ وګالي.

دغه راز په همدې مراسمو کې د سولر سیسټم او خیاطۍ د لنډ مهاله حرفوي پروګرامونو یو شمېر فارغانو هم د درې میاشتني لنډ مهاله روزنیزو دورو له بشپړولو وروسته خپل فراغت ولمانځه.

د دغه پروګرام په وروستۍ برخه کې فارغ شویو محصلینو ته ستاینلیکونه ورکړل شول او مراسم د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیدل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS