د نیمروز ولایت د زرنج کرنې مسلکي انسټیټوټ محصلینو لخوامرغدارۍ په برخه کې د عملي روزنو د زده کړو لړۍ!

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۹:۴۶
TVETA

د نیمروز ولایت د زرنج کرنې مسلکي انسټیټوټ د کرنې څانګې محصلینو د یو عملي پروګرام په ترڅ کې د مرغدارۍ او چوچه کشۍ ماشینونو په برخه کې عملي روزنه ترلاسه کړه.

د دې درسي جلسې په ترڅ کې، محصلینو ته د چرګانو د روزلو مرحلو، د چوچه کشۍماشینونو د کارولو اصولو او د چرګانو د ساتلو روغتیایی شرایطو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

د محصلینو په کاري راتلونکي کې د عملي زده کړو اهمیت او ارزښت ته په پام سره، د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې ۶۰ سلنه زده کړې په عملي ډول وړاندې کیږي. دا زده کړې د محصلینو د حرفوي مهارتونو په لوړولو کې مهم او ارزښتناک رول لوبوي.

په ورته وخت کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ ته لا نوره هم وده ورکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو. د دغه سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته د همکاریو د پراختیا او فارغانو ته د کارآموزۍ او کارموندنې د فرصتونو د برابرولو په موخه ترسره شوه. په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۴۷
Background image

د لومړي ځل لپاره د اوریدنې او لید معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ازموینو عمومي ادارې په همکارۍ، د لومړي ځل لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو مرکزونو د زده‌کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره. . .

BACK TO NEWS