د نابینایانو انسټیټوټ سره د هیواد د یوه خیریه بنسټ د مالي همکارۍ ژمنه

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۱۶:۲۶
Plan

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتيژيکي همغږۍ رئيس مولوي نېک محمد نېکمل د جراحۍ له متخصص ډاکټر ايمل صافي او خیریه خلکو سره وکتل او د نابینایانو انسټیټوټ سره يې د همکارۍ په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي صافي په کابل ښار کې د نابینایانو له انسټیټوټ څخه هم لیدنه وکړه او د یاد انسټیټوټ له مسئولینو سره یې خبرې اترې وکړې.

نوموړي د یاد انسټیټوټ د بيارغونې په برخه کې د همکارۍ په موخه د نابينايانو د انسټيټوټ د آمر غوښتنې ته مثبت ځواب ووايه او د همکارۍ ژمنه يې وکړه.

ټاکل شوې ده چې د ښاغلي صافي په مالي همکارۍ د نابینایانو په انسټیټوټ کې یو مجهزه وضوخونه جوړه کړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS