د میدان وردګو ولایت سیداباد کثیرالرشتوي انسټيټوټ د محصلینو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۹:۲۱
TVETA

د میدان وردګو ولایت اړوند سیداباد کثیرالرشتوي انسټيټوټ د تکنیشن موتر څانګې محصلینو د یادې ولسوالۍ اړوند آریا خصوصي ورکشاپ ته د یو علمي سفر په ترڅ کې د موټرونو د عارضې ترمیمولو په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې محصلینو ته د جمپن، ګیربکس او ددې برخې اړوند نورو عوارضو د ترمیمولو د څرنګوالي په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل او د نوموړو پوښتنو ته یې هم ځوابونه وویل.

عملي زده کړې له محصلینو سره مرسته کوي ترڅو د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو بهير لا پياوړی کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکنانو چارو ریاست د دې ادارې ۱۱ تنه د مرکزي هستې کارمندان په یوه اوونیز روزنیز پروګرام کې د ګډون لپاره د ملکي خدماتو انسټیټوټ ته معرفي کړل. دا روزنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۶:۱۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اکاډمیک بورډ، د یادې ادارې د اکاډمیک بورډ اونیزه غونډه ترسره کړه. پدې غونډه کې ګډونوالو د بیرون مرزی اسنادو اجرا کولو د څرنګوالي، د لیلیې او بدل اعاشې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۵:۴۶
Background image

د مالي او ادارې چارو مرستیال بدخشان ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او ادارې چارو مرستیال، محترم مفتي فضل الرحمن فاضل، ولایتونو ته خپل سفر په دوام کې بدخشان ولایت ته سفر وکړ. نوموړي او ورسره مل پلاوي یې د بدخشان. . .

BACK TO NEWS