د میدان وردګو ولایت سیدآباد کثیرالرشتوي انسټيټوټ محصلینو ته په عملي بڼه ورزنه ورکړل شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۱:۰

د میدان وردګو ولایت سیدآباد کثیرالرشتوي انسټيټوټ د ساختماني څانګې محصلینو د په دې ولسوالۍ کې کاری ساحې ته د یو علمي سفر په ترڅ کې د «پي وي سي» کړکیو د نصبولو په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

لارښود استاد د دې سفر په ترڅ کې محصلینو ته د«پي وي سي» کړکیو، دروازو د نصب کولو د څرنګوالي او همدارنګه ددې برخې اړوند نورو عوارضو د ترمیمولو په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل او د نوموړو پوښتنو ته یې هم ځوابونه وویل.

عملي زده کړې له محصلینو سره مرسته کوي ترڅو د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو بهير لا پیاوړی کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS