د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي انسټیټوټ زده کونکو د موټر (Cooling) سیسټم په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۹:۴۲
TVETA

د میدان وردګو ولایت اړوند مرکز تخنیکي او مسلکي انسټیټوټ د موټر څانګې، یوولسم ټولګي زده کونکو ته د موټر د (Cooling) سړولو سیسټم په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

په یادې درسي جلسه کې،لارښود استاد د درسي پلان سره سم زده کونکو ته د موټرو په (Cooling) سړولو سیسټم کې د "پکې" اهمیت په عملي ډول تشریح کړه. دغه راز زده کونکي هم د دغه سیسټم  د کارولو څرنګوالی له نږدې څخه ولیده او ورسره بلد شول.

د زده کونکو لخوا د عملي روزنو د زده کولو موخه، د موضوع ښه درک کول او په راتلونکي کې د عملي کار لپاره ډیر چمتوالی او آمادګی ویل کېږي.

په ورته وخت کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري هڅه کوي چې د دې ادارې په ټولو ښوونیزو مرکزونو کې د عملي زده کړو لا ډیرې زمینې برابرې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۶:۱۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اکاډمیک بورډ، د یادې ادارې د اکاډمیک بورډ اونیزه غونډه ترسره کړه. پدې غونډه کې ګډونوالو د بیرون مرزی اسنادو اجرا کولو د څرنګوالي، د لیلیې او بدل اعاشې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۵:۴۶
Background image

د مالي او ادارې چارو مرستیال بدخشان ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او ادارې چارو مرستیال، محترم مفتي فضل الرحمن فاضل، ولایتونو ته خپل سفر په دوام کې بدخشان ولایت ته سفر وکړ. نوموړي او ورسره مل پلاوي یې د بدخشان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۳:۲۷
Background image

د میدان وردګو ولایت سیدآباد کثیرالرشتوی انسټیټوټ زده کوونکو ته د ساختمان په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ اړوند کثیرالرشتوي انسټيټوټ د ساختماني څانګې، یوولسم ټولګي زده کوونکو ته د ساختماني چارو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. لارښود استاد د درس په. . .

BACK TO NEWS