د میدان وردګو ولایت دایمیرداد کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې د محصلینو د عملي زده کړو څرنګوالی

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۴۷

د میدان وردګو ولایت دایمیرداد کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ساختماني څانګې محصلینو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د عملي زده کړو په چوکاټ کې د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د ساختماني چارو په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

د دې درسي جلسې په جریان کې، لارښود استاد محصلینو ته د ګول سیخونو، قالب بندۍ او د ساختمان د سیخبندۍ لپاره د اړتیا وړ موادو په اړه توضیحات ورکړل.

نوموړي دغه راز د ساختمان د سیخبندۍ په اړه وضاحت ورکړ چې؛ هغه سیخونه چې د ودانۍ په سیخبندۍ کې کارول کیږي باید ځانګړي او مهندسي شوي ځانګړتیاوې ولري ترڅو د ودانۍ ځواک، دوام او خوندیتوب ډاډمن شي.

په دوام کې، محصلینو هم خپلې پوښتنې او سوالونه له لارښود استاد سره شریکې کړې او د استاد له لوري د هغو پوښتنو ته جامع ځوابونه هم ورکړل شول.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده، له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS