د میدان وردګو ولایت جلګې کثیرالرشتوي انسټيټوټ لخوا د سیرت النبی ﷺ د ازموینې پایلې اعلان شوې

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۸:۴۲

د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت اړوند جلګې کثیرالرشتوي انسټيټوټ د سیرت النبي ﷺ سیالۍ چې د یاد تخنیکي مرکز لخوا په لاره اچول شوې وه،  نن ورځ یې پایلې اعلان شوې.

د دې ازموینې د پایلو اعلان کیدو په مراسمو کې د میدان وردګو ولایت یو شمیر مقاماتو، متنفذینو،  علماوو او همدارنګه د یاد ښوونیز مرکز مسؤلینو هم ګډون درلود.

ويناوالو په دې غونډه کې ټينګار وکړ چې ځوانان او زده کوونکي بايد په خپلو کارونو کې د رسول الله ﷺ  له سيرت څخه د خپل ژوندانه د اساس په توګه کار واخلي.

دغه راز د یاد پروګرام په بله برخه کې د یادې سیالۍ ممتازو زده کوونکو ته جايزې او ډالۍ هم ورکړل شوې او غونډه په دعايې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو. د دغه سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته د همکاریو د پراختیا او فارغانو ته د کارآموزۍ او کارموندنې د فرصتونو د برابرولو په موخه ترسره شوه. په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۴۷
Background image

د لومړي ځل لپاره د اوریدنې او لید معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ازموینو عمومي ادارې په همکارۍ، د لومړي ځل لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو مرکزونو د زده‌کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره. . .

BACK TO NEWS