د میدان وردګو ولایت اړوند سیدآبادکثیرالرشیتوي انسټيټوټ د محصلینو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۲:۱۴
TVETA

د میدان وردګو ولایت اړوند د سیدآباد ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ د موټر څانګې محصلینو ته د موټر د ویرنګ کارۍ څرنګوالي په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې محصلینو ته د موټر د ویرنګ کارۍ د څرنګوالي او همدارنګه د موټر د برق سیستم په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل او د نوموړو پوښتنو ته یې ځوابونه هم وویل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي ده څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبیږي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبرۍ تل هڅه کوي، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ لا پياوړې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS