د مومندرې کرنې مسلکي انسټيټوټ د محصلینو لخوا د شاتو مچیو پالنه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۹:۲۸

د ننګرهار ولایت د مومندرې کرنې مسلکي انسټيټوټ محصلینو ته په عملي ډول د مچیو پالنې د څرنګوالي په اړه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد محصلینو ته د درس په ترڅ کې د شاتو مچیو د ډولونو او د شاتو مچیو محصولاتو لکه «موم، ګرده او شات » په اړه هر اړخیز معلومات هم وړاندې کړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي. تر څو د دغو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ادارې او مدیریت زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه د لسګونو مجاهدینو فراغت

د بامیان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د ادارې او مدیریت له زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه شاوخوا د ۱۲۰ تنو مجاهدینو فراغت مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د بامیان ولایت والي، الحاج. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۰:۲۷
Background image

د برېښنا شبکې تجهیزاتو په اړه د زده‌کوونکو عملي زده‌کړه

د ننګرهار ولایت د هسکي مېنې کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د برېښنا شبکې او تجهیزاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. په همدې حال کې، د اړوندې څانګې استادانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۵۱
Background image

زده‌کوونکو د مایکروسکوپ اجزاوو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه

د لغمان ولایت مرکز کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د مایکروسکوپ په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د اړوندې څانګې استاد زده‌کوونکو ته د مایکروسکوپ اجزاوې او د. . .

BACK TO NEWS