د مالي او اداري چارو مرستیال د بدخشان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له آمرینو سره ناسته ترسره کړه

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۶ - ۱۱:۲۵
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري مرستیال محترم مفتي فضل الرحمن فاضل بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له آمرینو سره ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د بدخشان د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ستونزو او اړتیاوو په اړه خبرې وشوې.

په همدې حال کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو آمرینو خپلې ستونزې او اړتیاوې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو له مرستیال سره شریکې کړې او ښاغلي مفتي فاضل د دوی د اړتیاوو او ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS