د لغمان ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ محصلینو ته د چوچه کشۍ ماشین په اړه روزنه ورکړل شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۴:۶

د لغمان ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو ته د چوچه کشۍ ماشینونو په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه.

په دې درسي جلسه کې، نوموړو د ماشین په واسطه د چرګانو د چوچه کشۍ «جوړګوړو ایستلو» د مراحلو په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه، دغه راز لارښود استاد د هغوی پوښتنو ته ځوابونه هم وویل.

عملي زده کړې، د زده کړو د بنسټیزو ستنو په توګه، محصلینو سره مرسته کوي ترڅو دندې رامینځته او د کار په بازار کې د جذب کېدو توان ترلاسه کړي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر لا پیاوړتیا ټینګار کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS