د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو ته د بریښنا په اړه روزنه ورکړل شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۹:۲۶

د لغمان ولایت د مرکز اړوند کثیرالرشتوي انسټيټوټ د بریښنا څانګې محصلینو ته د یاد مرکز د عملي کارونو په ورکشاپ کې د بریښنا په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

همدارنګه، د درس په دوام کې، نوموړو د استاد لخوا د بریښنایی موتورونو او په بریښنایی موټورونو کې د بریښنا تولید د څرنګوالي په اړه نظري او عملي روزنه ترلاسه کړه.

دغه راز لارښود استاد د درس په ترڅ کې د محصلینو پوښتنو او سوالونو ته په دې برخه کې ځوابونه هم وویل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي ده، له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان له فراغت څخه وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.

برېښنا په نننۍ نړۍ کې د انسانانو یو له خورا مهمو او اساسي اړتیاوو څخه ګڼل کېږي. د بریښنا، د تولید، لیږد او مصرف کولو طریقې په ټوله نړۍ کې د افرادو او صنعتونو د مختلفو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کارول کیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS