د لغمان مرکز د تخنيکي او مسلکي لېسې زده کوونکو د ودانۍ برښنا لین لګولو څرنګوالی زده کړ

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۱۱:۵۶
Laghman

د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي لیسې د برښنایي انجینرۍ د دولسم ټولګي زده کوونکو ته د ودانیو د برښنا لین لګول په عملي ډول تدریس شول.

لارښود استاد زده کوونکو ته د ودانۍ یا کور د لین لګولو ټولې مرحلې په عملي ډول تدریس کړې.

په پای کې د تخنيکي او مسلکي لېسې د برښنا انجنيرۍ د يوولسم ټولګي زده کوونکو د برښنا د لین  لګول يا ودانيو د وایرینګ په برخه کې ټول اړين مهارتونه زده کړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې تر ۶۰ سلنې زیاتې زده کړې عملي دي.

 د دغه مرکزونو فارغان د هغه مهارتونو له مخې چې زده کړې دي له فراغت وروسته په بازار کې جذبیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS