د فارياب د کرنې او وترنري انسټیټوټ د زده کړیالانو فراغت غونډه ترسره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۵ - ۱۴:۵۱
فراغت

د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ د زده کړیالانو د فراغت مراسم د یاد ولایت د سیمه ییزو چارواکو او د زده کوونکو د والدینو په حضور کې ترسره شول.

 د فارياب ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي غلام ولي همت زده کړیالانو ته د فراغت مبارکي وويله او زياته يې کړه، چې ځوانان د هېواد سرمايه ده.

نوموړي زده کړیالانو ته په خطاب کې وويل، چې د احساس او مسووليت په درک کولو سره د هېواد د پرمختګ او ترقی لپاره کار وکړئ.

 د مرکز د کثیرالرشتوي انسټيټوټ آمر همايون مرادي هم وينا وکړه او ويې ويل چې تخنيکي او مسلکي زده کړې د هېواد د پرمختګ بنسټ دى.

 د مراسمو په پای کې فارغانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول او مراسم د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیدل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS